کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
درې تنه ماشومان نن په سرپل ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
په سرپل ولايت کې امنيتي مقاماتو تاييدکړه چې د دغه ولايت په مربوطاتوکې دوسله والو طالبانو له خوا د ځاى پرځاى کړى شوي ماين د چاودنې له امله درې تنه ماشومان ټپيان شوي دي .
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه تېر ماښام د سوزمه قلعه-سانچارک د لارې په اوږدوکې شوې ده او د ټپي ماشومانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .
د سرپل ولايت دهېواد په شمال کې يو له نا آرامو ولايتونوڅخه دى چې ددغه ولايت په ځينو ولسواليوکې وسله وال طالبان فعاله شتون لري .
1 1 دقیقه لوستل