سیاستخبرونهTOPټولنه

نورستان؛ په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د یوه پلاوي په ملتیا نورستان ولايت ته د سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د استازو پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې مولوي مطیع الحق خالص وویل چې نورستان ته یې د سفر موخه د کونډو، یتيمانو او بې وزلو خلکو څخه ځان خبرول او د هغوی لاسنيوی کول دي.

نوموړي وویل سره میاشت د ملت خدمت لپاره جوړه شوې او موږ مسؤلیت لرو چې د خپل ولس ته په بې پرې توګه خدمت وکړو.

هغه په خلکو غږ وکړ چې د ملت جوړونې لپاره دې په ګډه سره لاسونه سره ورکړي، تر څو د دې نظام بنسټونه پیاوړي او قوي شي.

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ولایتي مجامعو رئیس مولوي محمد طیب مبارک وویل دغه مجامع د سرې میاشتې عمومي رئیس د خاصې پاملرنې له امله رامنځته شوې، چې په ټول هېواد کې ۲۷۳۰ تنه غړې لري چې موخه یې د سرې میاشتې او ولس ترمنځ پیاوړې همغږي رامنځته کول او فاصلې لرې کول دي، تر څو مستحق خلک د دوی له خدمتونو برخمن شې.

د ولسونو په استازیتوب مولوي نعمت الله خبرې وکړې، هغه د سرې میاشتې فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې اوسمهال د یادې ادارې فعاليتونه لرې پرتو سيمو او کلیو ته غځېدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته