خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل او واکسین ورکول کېږي

کابل، د وري ۸ مه، باختر

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې پر۷۲ زره څارویو د چنجیو ضد درمل او واکسینونو د پلي کولو چارې پیل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډي کمېټې له لوري د ننګرهار په حصارک، شیرزاد، خوږیاڼیو، سره رود، پیچیراګام، هسکه مینه، کوټ، اچین، نازیانو، دوربابا، غني خېلو، رودات او دره نور  ولسوالیو کې پر ۷۲ زره څارویو د چنجیو ضد درمل او انترکس د واکسینونو د پلي کولو چارې پیل شوې دي.

نوموړي د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو، چینجیو له منځه وړل بللی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته