سیاست

حامد کرزي د کابل د عالمانو شورای له یو شمېرغړو سره وکتل

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ١٥ مه:
د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي نن د کابل د عالمانو شورای له یو شمېر غړو سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د حامد کرزي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې مولوي عطاالله فیضانی، مولوي عزیزالله مفلح او مولوي عبدالبصیر حقاني د نورو په استازیتوب خبرې وکړې ويې ویل: موږ د دې شاهدان یو چې تاسو د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ په دوره کې تل د سولې غږ اوچت کړی دی او د سولې، ترقي، پوهنې او همدا راز نورو برخوکې ستاسو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې نه هېرېدونکې او د ستاینې وړ دي.
هغوی دغه راز یاته کړه: دا زموږ اسلامي مسوولیت دی چې د خپل هېواد د آبادي او بیارغونې په برخه کې له هېڅ ډول سرښیندنې ډډه و نه کړو او ټول سره یو ځای د خپل دین او هېواد په خدمت کې واوسو او له تاسو نه دا هیله لرو چې اوس هم موږ له خپلو مشورو او لارښوونو هېر نه کړئ او کوم حرکت چې موږ د اسلامي امت د اتحاد او اتفاق لپاره پیل کړی، د هغه ملاتړ وکړئ.
وروسته بیا حامد کرزي په خپله وینا کې وویل: ډېر خوشحاله یم چې تاسو د هېواد له حالاتوخبر یاست او ستاسو د وطنپالنې او دین دوستي احساسات د ستاینې وړ دي.
حامد کرزي زیاته کړه: د افغانستان د یوه وګړي په توګه به په هيواد کې د سولې او آرامۍ د ټینګښت لپاره خپلې هڅې کوم او تل به د افغانستان د خلکو په خدمت کې یم. موږ د دې خاورې بچیان یو او دا خاوره پر موږ حق لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته