خبرونهورزش

ننګرهار کې د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

کابل،د وري ٢٦مه، باختر
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونې د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د یادو سیالیو پیل‌لوبه د بهارمېنې او کابل کېمپ ټایګر لوبډلې ترمنځ وشوه، چې د بهارمېنې لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلیو ۱۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۸۱ منډې هدف وټاکه.
ورته مهال د کابل کېمپ ټایګر لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۹۴ منډو وسوزېده، چې په دې سره بهارمېنې لوبډلې وتوانېده د یادو سیالیو لومړی بریا په خپل نوم کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې ډول سیالیو موخه د کرېکټ د غوره څېرو پېژندل بلل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته