امنیت

د هېواد په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو نوي راکټي بريدونه

کابل باختردکب دمياشتې١٣ نيټه :
يو ځل بيا د هېوادپه ځينو ختيځو سيمو  د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه پيل شوي دي.
په تيرو ٢٤ ساعتو کې  د ننګرهار ، نورستان  او د کونړ ځينې سيمې دلسګونو توغنديو دلګيدو ډګر وې .
د دغو بريدونو له امله  د سرزيان نه دى اوښتى.
د هېواد په  ختيځ  کې د سرحدي ځواکونو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې ،دپاکستاني پوځيانو په نويو  راکټي او توپچي بريدونو کې  چاته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل چې، پاکستان له څو کلونو را په دې خوا  په ډيورند کرښې په راکټي بريدونوسره غواړي دغه سيمې  له استوګنې څخه تشې کړي څو  له خپل هېواد څخه دتروريزم ځالې افغانستان ته وليږدوي.
د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه شپږ  کاله مخکې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري.
د دغو بريدونوله امله په زرګونو کورنۍ دخپلو کورونو پريښودو ته اړې شوې دي.
تراوسه پورې  دپاکستاني پوځيانو  د دغو بريدونو د بندولو لپاره دافغانستان دمقاماتو هلو ځلو  نتيجه نه ده  ورکړې. پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته