کابل/ د کب ١٣ مه / باختر
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي په یوه پیغام کې ویلي چې نایجریا د افغانستان د بشردوستانه مرستو له وجهي صندوق سره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د باخترآژانس دخبرله مخې: د محمدو بوهاري په مشرۍ د نايجريا دولت د اسلامي همکاريو د سازمان له لورې د افغانستان د بشردوستانه مرستو له صندوق سره يو مليون ډالره مرسته وکړه.
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه وویل، نایجریا د افغانستان د بشردوستانه مرستو له صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته وکړه.
هغه د دې مرستې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا مرسته سخاوتمندانه ده.
حسین ابراهیم طه څرګنده کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې دغه مرسته د میلیونونو افغانانو د وضعیت ښه والي په موخه د دغه سازمان له هڅو سره د مرستې په موخه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه د خپل ځانګړي پریکړه لیک په بشپړ ډول پلي کولو کې چې په پاکستان کې په خپله وروستۍ ځانګړې غونډه کې صادر شوی، له پامه ونه غورځوي.
د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې په اسلامي پراختیایي بانک کې د افغانستان د بشردوستانه مرستو د صندوق لپاره د جوړ شوي بانکي حساب له لارې مرسته وکړي.
\ ذ