خبرونهاقتصاد

میدان وردګو کې د ۳ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۲۴ مه، باختر

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز مسوولین په دغه ولایت کې د ۳ کیلو متره سړک د بیارغولو خبر ورکړی.

سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ د شهاب الدین قریه ۳ کیلو متره سړک د (ډي. آر. سي) موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول شوی دی.

یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ولایت مقام په لارښوونه د ټولګټو چارو ریاست له لوري ورته سړکونه رغول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته