خبرونهټولنهروغتیا

میدان وردګو کې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمتونه پراخ شوي

کابل، د کب ۱۵مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د عامې  روغتیا ریاست له لوري په تېر ۲۰۲۳ زېږدېز کال کې د ۱۲ مرستندويه موسسو په مرسته بېلابېلو برخو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت خدمتونه وړاندې شوي چې د پخوا په پرتله بې ساري دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک وايي چې په تېر کال کې یو میلیون ۷۷۴ زره ۳۵۸ کسانو روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې، د متخصصو ډاکټرانو له لوري ۲۷۳۱ بېلا بېل جراحي عملیاتونو ترسره شوي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له لوري د ۱۵ زره ۸۸۲ تنو نسایي ولادي ناروغانو ولادتونه ترسره شوي دي.

د ځیرک په وینا د نارینه او ښځینه واکسیناتورانو په مرسته  ۱۹ زره ٦۲۳ ماشومانو  ۸۴ زره ۸۴۳ میندو ته واکسین تطبیق شوي او په بېړنیو حالاتو کې د میدان وردګو امبولانس په مرسته ۲۳۵۹ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي.

نوموړی زیاتوي ولایتي روغتون ته مو د عامې روغتيا وزارت په مرسته د هیموډیالېز یا وینې تصفيه کولو ماشین فعال کړی چې تر دې مهاله یې تر ۵۰۰ ناروغانو درملنه کړې.

د هغه پر وینا په   ۲۰۲۳ کال کې  په لومړي ځل میدان وردګو ولايت ته د فروفیسور ډاکټر اسماعيل وردګ له خو د انټرنیل برنامه راغله چې له امله یې لسګونه تنه د هډوکو ناروغانو درملنه شوې.

د یادولو وړ ده چې یاد ریاست هڅه کوي تر څو  د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ په راتلونکي کال کې له دریو نورو مرستندويه موسسو سره هم تړونونه لاسليک کړي تر څو د روغتيا په برخه کې په یاد ولایت کې کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته