خبرونهاقتصادټولنه

میدان وردګو کې د وطني غوړیو یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل، د وري ۷مه، باختر

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یوه سوداګر له لوري د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د وطني غوړیو او کنجاړې یوه کارخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس انجنیر محمد خان ځواک یاده کارخونه د صنعت د ودې په برخه کې یو غوره اقدام وباله او ويې ویل، ژمن یو چې په خصوصي سکټور کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه برابر کړو.

ځواک پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د تولیداتو په بازار موندنې په برخه کې به ورسره همکاري کوي.

د هغه په وینا، دغه کارخونه د یوه سوداګر له خوا په مرکز میدان ښار کې جوړه شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۳۰۰ کیلو کنجاړې او یو ټن وطني غوړیو د تولید وړتیا لري. 

د یادونې وړ ده چې په دغه کارخونه کې ۱۰ تنه په مستقیم او لسګونو نورو په غیرې مستقیم ډول کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته