سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د هېواد عمومي حالت، په ځانګړې توګه د تېرې شپې تروریستي پېښه وڅېړل شوه

کابل باختر د زمري  شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د آلمان له هېواد څخه د راستنېدو په لومړۍ ورځ، نن له غرمې مخکې د ملي امنیت شورا له غړو او له جګپوړو حکومتي چارواکو سره په ناسته  کې د هېواد عمومي امنیتي حالت و څېړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې ناسته کې لومړی د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د نقلیه سیاه سنګ په سیمه کې د تېرې شپې تروریستي پېښه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو زیات شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول، وڅېړله او دغه پېښه د غیر پوځیانو پرخلاف تر ټولو بد بريد وبلل شو.
جمهوررئیس غني وویل چې د دغه تروریستي برید د عاملینو اصلي موخه، د طالبانو په لیکو کې د رامنځته شویو اختلافونو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د جګړې په جبهو کې تروریستانو ته د ماتې ورکولو په خاطر د خلکو د ذهنونو منحرفول دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د تېرې شپې پېښه په هر اړخیز ډول وڅيړي، د هغې عاملین وپیژني او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
جمهور رئیس غني وویل چې موږ اوس هم سولې ته ژمن یو، خو د تروریستانو د دا ډول بریدونو ځواب به په بشپړ شدت او قوت سره ورکړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني یو هيئت وګوماره چې د دغې تروریستې پېښې د ټپیانو له درملنې څخه جدي څارنه وکړي او د قربانیانو له کورنیو او زیانمنو شویو کسانو سره  لازمې مرستې وکړي.
همدا راز جمهور رئیس غني د حکومتي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د دغې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره لازم امکانات د هېواد دعامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي.
د دغې ناستې په پای کې، د دا ډول زړه بوږنوونکو پیښو د تکرار څخه د مخنیوي د لارو چارو په اړه بحث وشو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا او د هغوی د روحيې پر لوړېدو هم ټینګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته