خبرونهسیاستTOPښوونه او روزنه

مولوي ندا محمد ندیم د بادغیس لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد لوېدیځ زون ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام، د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د بادغیس د لوړو زده کړو مؤسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه علمي بنسټ ستونزې یې له نږدې واورېدې.

نوموړي د دغه تحصیلي بنسټ له مسؤلینو او استادانو سره په ناسته کې د نیمګړو تعمیراتي پروژو د بشپړېدو او د کتابتون او لابراتوار د تجهیز په برخو کې یې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او د پروژو د بشپړېدو او د نورو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست همدارنګه په یوه لویه ولسي غونډه کې چې د دغه ولایت مسؤلینو، د علماوو شورا غړو، مجاهدینو، قومي مخورو او محصلینو شتون درلود وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت به د بادغیس ولایت د مېړنیو ولسونو د سرښندنو او قربانیو د ستایلو لپاره د دې ولایت له ځوانانو څخه د خپل کاري صلاحیت له مخې د تحصیلي مرکزونو د پیاوړتیا او دوی ته د ښې تحصیلي زمینې د رامنځته کولو لپاره په خپل ټول توان کار وکړي.

دغه راز په ولسي غونډه کې د بادغیس ولایت مرستیال والي، د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس او د استادانو او محصلینو په استازولۍ یو تن استاد او محصل خبرې وکړې، دغه ولايت ته یې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د سفر د قدردانۍ ترڅنګ د یاد ولايت د تحصیلي مرکزونو د پياوړتيا او پراختيا په موخه خپلې غوښتنې او وړانديزونه له نوموړي سره شريک کړل، چې د هغه له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته