ښوونه او روزنه

حامد کرزي : استادانو او ښوونکو ته د هغوى پلار په تو ګه درنا وي وشى

کابلباختر د وري ١٨ مـــــــــــــــــــــــــــه

د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي استاد او ښوونکى ته درناوي زموږ دټولنې ديني او فرهنګي منل شوي اصل وباله

د باختر اژانس دخبر له مخې : د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس په خپله پنځلس ورځني راډيويي وينا کې چې دپنجشنبې په شپه د افغانستان دملى راډيو له څپو څخه خپره شوه د هيواد دښوونځيو زده کوونکى اود لوړو زده کړو محصلانو ته په خطاب کې وويل، لکه څنګه چې پلار او مورته درناوي کيږي هر محصل او زده کوونکى ته واجب  دى چې استاد او ښوونکى ته هم درناوي وکړي

 حامد کرزي په دې وينا کې په ټولنه کې د انسان پرمختګ او لوړدريځ د استاد او ښوونکى د ښوونې او روزنې له برکت څخه وباله دښوونځيو له زده کوونکو اود لوړو زده کړو د موسسو له محصلا نو څخه يې هم وغو ښتل چې يو بل ته ددوستي ،صميميت ، او درنا وي فضا په پام کې ولري ځکه دغه شان کړه وړه د زده کړې منا سبه فضا برا بروي او له روا ني پلوه زده کوونکى او محصلان کولاي شي په ښه ډول خپلې زده کړې و کړي

جمهور رئيس په دې وينا کې دغه راز له استادانو او ښوونکو څهه وغو ښتل چې دمعنوي پلار په توګه زده کوونکو او محصلا نو ته دخپلو بچيانو په شان په عا لى رو حيې سره لوست ور کړي او په دې برخه کې خپله ملى او مسلکى وجيبه ادا کړى

حامد کرزي والدينو ته هم خطاب وکړ او وى ويل چې خپل بچيان په ټولنه کې د ښوونکى د معنوي حقوقو او لوړ مقام په باب يوه کړي او زموږ ټولنه د معنوي او اخلاقى ارزښتونو په اصولو ولاړه ده . په هره اندازه چې دغو ارزښتونو ته درناوي ولرو په هماغه اندازه ټولنيز ژوندانه په برخه کې برياليتوب ته  رسيږو او په خپله ټولنه کې د عزت او درنا وي خاوندان کيږو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته