سیاستخبرونهټولنهTOP

مولوي عبدالکبیر: د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل لپاره هڅې پیل شوې دي

کابل، د وري ۵مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او دیني عالمانو سره په دې کتنه کې د کابل ښار د اوبو د کمښت ستونزې د حل ډاډ ورکړی دی.
په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو او عالمانو اوسنی امن او ثبات د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره ښه فرصت وباله او په چهاردهي سیمه کې یې د کابل ماستر پلان مطابق د پراختیایي چارو د پیل غوښتنه وکړه .
هغوی دغه راز، د لوړو زده کړو لپاره د دارالعلوم، د سړکونو د پراختیا او د یو شمېر نورو ستونزو د حل وړاندېزونه وکړل او په وینا یې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزو د حل په موخه له اسلامي امارت څخه د شاه توت د بند د جوړېدو غوښتنه کوي چې په رغېدو سره به یې د کابل نورو سیمو ته هم ګټه ورسېږي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل چهاردهي سیمې مخورو او عالمانو ته ښه راغلاست ووایه او ويې ویل چې اسلامي امارت د ولسونو اړتیاوو ته بشپړه توجه لري او په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره هڅې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي د کابل د اوبو د سرچینو مدیریت او رغونه د ملي بودیجې پر مټ ترسره کړي او په دې برخه کې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هېوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
سیاسي مرستیال همدرانګه د کابل چهاردهي سیمې اوسېدونکو ته د هغوی پر وړاندېزونو د غور ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته