نړۍ

په ليبيا کې د تونس په قونسلګرۍ د پوځي مليشو بريد

دتونس ښار بي بي سي  باختر د غبرګولي د مياشتې  ٢٣:
يوې ډلې پوځي مليشو د ليبيا په پايتخت طرابلس ښارکې د تونس په قونسلګرۍ بريد وکړ او لس تنه کارکوونکي يې يرغمل کړي دي.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ:
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې کومه وسله واله ډله په دې بريدکې لاس لري؟
د تونس دبهرنيو چارو وزارت مقامات وايي: څه چې په توان کې يې وي؛ ترسره کوي چې په ليبيا کې د دوى د قونسلګرۍ کارکوونکي آزاد شي .
له ٢٠١١ ميلادي کال را په دې خوا او د ناټو له بريدونو وروسته چې د ليبيا د پخواني ديکتاتور معمرالقذافي د راپرځيدو سبب شول؛ په دغه هېوادکې اړو دوړ او تاوتريخوالى دوام لري .
تونس له هغو ګوتې په شمار هېوادونو څخه دى چې په  طرابلس کې ديپلوماتيکي دفتر يې د پخوا په شان فعال دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته