خبرونهښوونه او روزنه

مولوي عبدالباقي حقاني له مسوولینو سره د پوهنتونونو پر پیل خبرې وکړې

کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر:
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د مرکز پوهنتونونو له مسوولينو سره په غونډه کې د پوهنتونونو پر پيل خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د استادانو د جذب بهير د ښه والي، کادري ازموينې او د داوطلبانو د نوم ليکنې د مختلط تحصيلي نظام د مخنيوي د لارو چارو، د پوهنتونونو د ساتنې لپاره د منظم امنيتي سیستم برابرولو او د پوهنتونونو د اړتيا وړ تجهيزاتو او وسايلو د چمتو کولو په اړه خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو هم خپلې نظريې او وړاندېزونه شریک کړل.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې د مرکز پوهنتونونه دې يوه ګډه کمېټه جوړه کړي او د دې کمېټې غړي دې وړاندې شويو مواردو ته د حل د مناسبو لارو موندلو لپاره کار وکړي او خپل رپوټ دې راتلوونکي غونډې ته وړاندې کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته