سیاست

جمهور رئيس غني د بادغیس ولایت له یوشمېرمخورو سره وکتل

کابل – باختر د لړم د مياشتې ١٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د بادغیس ولایت له یوشمېر مخورو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم هم حاضر و، راغلو مخورو د ملي یووالي له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی د امنیت، اقتصاد، پوهنې او د کرنې په برخو کې خپلې ستونزې طرحه کړې.
جمهور رئيس محمد اشرف غني له بادغیس ولایت څخه د راغلو مخورو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې بادغيس، هلمند، غزني او کندز هغه څلور ولایتونه دي چې په نږدې راتلوونکي کې به د امنیت د ټينګښت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه پکې ولرو.
جمهور رئيس دغه راز له دغو مخوروڅخه وغوښتل چې د امنیت د ټينګښت لپاره باید له حکومت سره لاس ورکړي، ځکه د جمهور رئيس په وینا د امنیت ټينګښت د ولس ملاتړ ته اړتیا لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته