خبرونهامنیتټولنهروغتیا

ملي دفاع وزارت د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې له ۵۵ کورنیو سره د درملو  مرسته وکړه

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

ملي دفاع وزارت د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې له ۵۵ مستحقو کورنیو سره د درملو د مرستې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت وايي چې د بلخ ولایت د ساحوي روغتون روغتيايي ټيم د ۲۰۹ الفتح قول اردو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې کمېټې په همکارۍ د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ۵۵ مستحقو کورنيو ته د اړتيا وړ درمل او طبي مرستې ورکړل شوي دي.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې د ملي دفاع وزارت روغتیايي ټیمونه د هېواد په هر ډول حالاتو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي او له هېڅ ډول مرستې څخه دریغ نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته