– کابل / د وري ۱۹ مه / باختر
د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور تېره ورځ په یو رسمي سفر سر پل ته ورسېدل.
د باختراژانس د سیمه ییزخبریال د خبر له مخې، د ریاست الوزرا لومړي مرستيال او د کانونو او پټروليم سرپرست د قشقري د تېلو د بلاک کان د استخراجولو کار پرانيست.
ویل کېږي چې د تېلو له دغه کان څخه هره ورځ د ۱۵۰ زرو ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه تېل استخراج شي.
ملا عبدالغني برادر د قشقري د تېلو د کان له پرانیستلو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې موږ د هېواد ودې او پرمختګ لپاره بنسټيزې پروژې په لاره اچولي، چې څو ورځې مخکې مو د قوش تپې کانال پرانیستله او نن مو د قشقري د تېلو بلاک پرانسیته وکړه.
نوموړي زياته کړه چې بايد خپل اتحاد او اتفاق وساتو او د هېواد په پرمختک او پراختیا کې ونډه واخلو.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هم په دې خبري غونډه کې وویل چې د خدای په فضل، اشغال پای ته رسېدلی، ټول ولایتونه د افغانستان په واک کې دي او د قشقري د تېلو پروژه یوه مهمه او اقتصادي پروژه ده او د دغې پروژې له لارې به د هېواد په بیارغونه کې کار واخیستل شي.
د یاونې وړ ده چې د امو سیند د نفتو زېرمه د هېواد په شمال کې چی یوه برخه یې په سرپل او بله برخه یې په فاریاب کې ده د تېلو درې بلاکونه لري هر یو یې قشقري، بازار کمي او زمرد سای دي چې د دغه حوزې د تېلو تثبیت شوې زېرمې اندازه ۸۷ میلیونه بیرل اټکل شوي دي. ع