روغتیا

يو سلو پنځه شپيته ماشومان په غورکې واکسنيږي

کابل باختر د وږي پنځمه :
دماشومانو د فلج يا ګوزن د واکسين دمني دپروګرام دريم پړاو نن په غورولايت کې پيل شو .
په دغه پروګرام کې له پنځه کلنۍ څخه ښکته په يوسلو پنځه شپيته ماشومانو د فلج واکسين تطبيقيږي .
دغور ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر غلام نبي يګانه باخترآژانس ته وويل: دغه پروګرام د نړۍ د روغتيايي سازمان د دفتر او يونيسف په مالي مرسته او دعامې  روغتيا وزارت په همکارۍ  د دريو ورځو لپاره پيل شوى دى .
ده زياته کړه: ددغه پروګرام د تطبيقولو په خاطر په رضاکارانه ډول د ښوونځيو زده کوونکو اوښوونکو فعاله ونډه اخستې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته