خبرونهفرهنګTOP

ملا خیرالله خیرخواه: د کلتوري ميراثونو ساتنه مو لومړيتوب دی

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د مس عینک کان د کيندنې قراردادي شرکت (ام سي سي) له نوي رئيس سره وکتل.
ښاغلي خیرخواه په دغه کتنه کې د کلتوري ميراثونو د اهميت په اړه خبرې وکړې، او هغو ساتنه يې د ياد وزارت کاري لومړیتوب وباله.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه د عينک د مسو کان د کيندنې برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې تاريخي آثار په يو هېواد پورې اړه نلري، بلکې ساتنه يې د ټولو ملتونو دنده ده.
په ورته وخت کې د (ام سي سي) شرکت رئيس په دغه کتنه کې وویل:”هڅه کوو، چې د عينک د مسو کان د کيندنې کارونه په داسې ډول پرمخ بوځو، چې کلتوري او ‏تاریخي آثارو ته پکې زيان ونه رسېږي”.
نوموړي په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته