امنیت

يو تروريست په هرات کې ديوه افسر دترور په وخت کې ونيول شو .

کابل باختر د وږي  نهه ويشتمه :
يو وسله وال تروريست چې غوښتل يې دخاصې قطعې يوافسر ترور کړي دپوليسو له خوا ونيول شو .
تورن وزير نوميږي  او دهرات ولايت دګلران  ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او اوس دهرات ښار  په دولسمې ناحيې پورې اړوند په قلعه  ريګ  ساحه کې ژوند کوي .
ده پرون دخپل يوه انډيوال  په ملګرتيا  دهرات ښارپه نهمې  ناحيې پورې  اړوند ملا سيان سيمه کې  دپوليسو دخاصې قطعې داکمال په مدير او دهغه په موټر چلوونکي ډزې  کړې وې  چې له امله يې  دپوليسو  دچټګ غبرګون دځواکونو له خوا ټپي او وروسته ونيول شو .
  تورن په لومړنيو  تحقيقاتو کې  دشپږو تروريستي  بريدونو په ترسره کولو چې دملي اردو او دملي پوليسو  دڅو تنو منسوبينو دشهادت او ټپي کيدو سبب شوي دي او دغه راز  په پوځي پوستو او وسايطو  ددريو  لاسي بمونو  په غورځولو اعتراف کړى دى .
له بلې خوا دهرات دوالي وياند احسان الله  حيات وايي چې دتورن يو ملګرى په تيښتى بريالى شوى دى چې دتورن دپيژندنې او نيولو  په خاطر دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .
له تورن  څخه يوه ټي ټي تومانچه  شل ګولۍ يوه زندي کوونکې تومانچه ، يولاسي بم او يوموټرسايکل  هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته