نړۍ، د وري ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې په تحقیقاتي کمیټې کې یوې سرچینې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د مسکو په کراسنوګورسک ښار د موسیقۍ پر یو تالار د جمعې ورځې د ماښام په وسلوال برید کې ۶۰ کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي هم دي.
سرچینې دغه برید ترهګریز بللی او ویلي یې دي، چې د تلفاتو شمېر ممکن له دې هم زیات شي.
برید کې له بمي چاودنو او سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی او لا معلومه نه ده، چې څو د دغه برید تر شا لاس لري.
برید هغه مهال وشو، چې خلک په یاد تالار کې د موسیقۍ اورېدو ته په یو کنسرت کې راټول شوي وو.
د تحقیقاتي ادارې مسوولینو ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړڼې پیل کړې دي.
ورته وخت کې د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي، چې موده وړاندې یې د همدې مارچ میاشتې په اوږدو کې د دغه برید په اړه روسانو ته معلومات ورکړي وه.
برید د ملګرو ملتونو، ځینو هېوادونو او سازمانونو له لوري غندل شوی دی.