سیاست

جمهوررئیس غني په خوست ولایت کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل

کابلباختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت  له یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له مسوولینو او غړو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د سوداګرۍ خونو رئیس محمدنواب امیرزي د هېواد جمهوررئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغه اقتصادي او پرمختیايي برنامې وستایلې او ور څخه یې مننه وکړه چې د افغانستان محتاجه جغرافیا یې په حاکمې جغرافیا بدله کړه او سوداګرو ته یې مالیاتي جرایم معاف کړل.
همدارنګه سوداګرو د امنیت او لازمو اسانتیاو په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د پرتو خنډونو د یادونې تر څنګ د غلام خان بندر خلاصولو، د خوست تولیداتو ته د بازار موندلو او هوايي کوریډور جوړولو، د شرکتونو په ضمانتونو کې د تجدید نظراو د خوست په صنعتي پارک کې پانګوالو ته د ځمکو د وېش غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس محمداشرف غني د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د خوست پیسې حلالې دي له حرامې لارې نه دي راغلي، ځکه سلګونه زره خوستیانو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر زیات زحمتونه ګاللي او خپل عزت یې ساتلی دی.
جمهوررئیس غني وویل: افغانستان باید په شپږو اقتصادي زونونو بدل شي چې یو په کې خوست دی او زه نه غواړم خوست یو محروم سرحدي ولایت پاتې شي، خوست باید د سیمې په مهم ښار بدل شي او د ننګرهار، هرات، بغلان او نورو مهمو ښارونو سره متعادل حرکت ولري.
جمهوررئیس د جلغوزیو اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل، که جلغوزیو ته پاملرنه وشي موږ یې صادرات تر شپږ سوه میلیونو ډالرو پورې لوړولی شو.
جمهوررئیس غني په ودانیزو چارو کې د خوست شرکتونه وستایل ويې ویل، د ودانیزو شرکتونو اتحادیه دې خپلو طرحو سره راشي چې په کمیت او کیفیت نتیجې ته ورسېږو او بیا ستر قراردادونه درکړو. 
جمهوررئیس له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې تاسې تشبث وکړئ او فرصتونه او د ګټې لارې چارې وسنجوئ او بیا له حکومت وغواړئ چې د پانګونې شرایط درته برابر کړي. هغه صنعتکاران د کانونو په ځانګړي ډول د کرومایټو په برخه کې پانګونې ته وهڅول.
جمهوررئیس غني صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش په اړه وویل، چې له مشخصو وړاندیزونو سره راشئ، اوس د ځمکو اداره شته، ځمکه حکومت ستاسو په اختیار کې درکوي، چارې یې تاسې په غاړه واخلئ او خپلو کې یې وویشئ او کارونه مو یوازې تر ښاره مه محدودوئ او ولسوالیو کې هم فعالیت وکړئ.
جمهوررئیس غني د خوست سوداګرو او صنعتکارانو ته د دغه ولایت د هوايي ډګر د پرانیستې مبارکي ورکړه او د ملي تدارکاتو ادارې رئیس الهام عمر هوتکي ته یې لارښوونه وکړه چې د خوست هوايي ډګر د نوي ترمنیل تدارکاتي چارې ژر تر ژره بشپړې کړي. پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته