خبرونهامنیتفرهنګ

محمدطاهر زهير: د خبريالانو وژنه، جنګي جنايت دى

 کابل/ د مرغومي٤مه / باختر

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خبريالانو پر وړاندې شته ګواښونه له انديښنې ډک وبلل  او له اړوندو امنيتي بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د دغو انديښنو په خاطر جدي او عملي اقدام ترلاس لاندي ونيسي.

د باخترآژانس دخبرله مخې؛په هېواد کې د خبريالانو پرله پسي وژنې د افغانستان په رسنيزه ټولنه کې  زياتې انديښنې رامنځته کړي دي. په تيره يوه مياشت کې په هېواد کې ٥  خبريالان  وژل شوي دي .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په هېواد کې د رسنيوملاتړی دى، د دغه شان حالت پر دوام انديښمن دى .

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په  يوه خبري غونډه کې  له اړوندو امنيتي بنستونو وغوښتل چې د خبريالانو د ځان د امنيت د تامين او رسنيو ته د کاري خوندي چاپيريال په رامنځته کولو کې اقدام وکړي.

زهيرد خبريالانو د وروستيو وژنو په غندنې سره وويل:  دغه راز وژنې د بشرى ضد جنايت بشپړ مصداق دى او له امنيتي بنسټونو د (کورنيوچارو وزارت اود ملي امنيت لوى رياست)  څخه جدي غوښتنه او ټينګار کوو چې د خبريالانو د ځان د ساتنې په خاطراغيزمن تدبيرونه  ترلاس لاندې ونيسي.

هغه د امنيتي بنسټونو ترمنځ دهمغږۍ  د رامنځته کيدوغوښتنه وکړه چې د خبريالانو فزيکي امنيت تامين شي.

محمدطاهر زهيردغه راز د ملي روغې جوړې له عالي شورا وغوښتل د خبريالانو         د فزيکي امنيت مسلې ته دې د سولې په خبرو کې لومړيتوب ورکړي.

هغه دغه راز د بيان آزادۍ او د خبريالانو له ټولو ملاتړو  بنسټونو او د افغانستان له نړيوالو ملاتړو چې  دافغانستان په قضيو کې ښکيل دي وغوښتل د خبريالانو دځان دساتنې لپاره  پر ډاراچوونکو فشار واچوي، ځکه خبريالان نه وسله وال دي او نه هم په جګړه کې ښکيل لوري،  بلکې  دوی د رسالت مندو په توګه د اطلاع رسونې په کار کې خپل مسووليت ترسره کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  دغه راز له خبريالانو او رسنيو وغوښتل چې  دخبريالانو د ځان د ساتنې په اړوند خپلې طرحې  او نظريې له دغه وزارت سره شريکې کړي چې يوې مطلوبې پايلې ته د رسيدو په خاطر له امنيتي بنسټونو سره همغږې شي.

په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  وويل: موږ له امنيتي بنسټونوسره خپلې طرحې همغږي کړي اوهلې ځلي کوو چې  په بيلابيلو طرحو اولارو چارو سره د خبريالانو پر خلاف  د تاوتريخوالي او ګواښونه کچه ټيټه کړو.

هغه وويل: موږ د جګړې په حالت کې يوو دښمن هڅې کوې چې د خبريالانو اوملکيانو په وژنې سره خپله  کمزورتيا او ناتواني  پټه کړي.

دغونډې په پاى کې د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه  ورکړل شول.

پاى \ ذ\و

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته