سیاست

مارشال محمدقسيم فهيم : زموږ خلکو دځان غوښتنې اوديوې سياسي ډلې په ګټه دقانون دکارولو زيانونه تجربه کړي دي

٤٢ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

دجزايي اجرااتو دقانون  اوپه هغه پوري دځينو اړوندو قوانينو دطرحې دڅيړنې درې ورځني کاري غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم په وينا سره په کابل ښارکې پرانستل شوه.

د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي ا ژانس ته خبرورکړ.

دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددغې غونډي په پرانستونکې وينا کې په انساني ټولنو کې دقوانينو ارزښت ته په پاملرنې سره وويل  چې  دانسانانو دژوندانه چاري دقوانينو دوضع  کولو اوپه ټولنه کې  دهغو دنافذولو په نتيجه کې تنظيميږي .

دجمهوري رياست لومړي مرستيال په قوانينو  دانسانانو پابندي  په ژوندانه کې دنظم او آرامي  دتامينولو بنسټ وباله  او زياته يې کړه   که چېري  په انساني ټولنو کې قوانين  دکوچنيو اوزبرځواکو ډلو او حاکمانو دغوښتني پربنسټ  دهغو انسانانو  داړتياوپرخلاف چې په دغه هيواد کې ژوند کوي  ترسره شي  په هغه صورت کې  په ټولنه کې ستم او دحق  ترپښو لاندې کول واکمن کېږي   اوپه دغه ټولنه کې  نظم او ارامي له منځه ځي .

دجمهوري رياست لومړي مرستيال   په تيرو دريو لسيزو کې  زموږ دهيواد حالت ته په اشاري سره زياته کړه چې  زموږ خلکو دخپل سري او ديوې سياسي ډلې په ګټه  دقانون دکارولو زيانونه  تجربه کړي دي  چې په هيواد کې دنظام  جوړولو په نوي پړاو کې بايد له دې کار څخه ډډه وکړو.

ده دغه راز دافغانستان  دجزائي اجرااتو قانون  دنواقصو له پلوه يې  دبيا کتنې وړ وباله او ويې ويل  چې موږ له نړيوالو ميثاقونو اوله هغو قوانينوسره سم چې په نړۍ کې دمنلو وړ دي په دغه قانون کې  دبدلونونو راوستلوته اړتيالرو.

دجمهوري رياست لومړي مرستيال   دافغانستان دجزائي اجرااتو دقانون دطرحي دڅيړنې ددغې درې ورځني غونډي  له برخه والو څخه وغوښتل چې داسلام دمبين دين  دتعاليموپه پام کې نيولوسره   چې له توحيدوروسته په ژوندانه کې په اخلاقياتو باندې   زيات ټينګار کوي وغوښتل چې  په سنجول شوي کار اوپه قانون کې  په دقت سره دي  په هيواد کې دجزايي اجرااتو دقانون په تعديل لاس پوري کړي  ترڅو هغه ستونزي لري چې  په دې  لاره کې شته

 په دغو مراسمو کې  دعدليې وزير حبيب الله غالب وويل چې دجزايي اجرااتو قانون  دجوړښت له پلوه  يو شکلي قانون دي  او دغه قانون له اساسي قانون او په هيوادکې  له نورو نافذو قوانينوسره ارتباط لري  اوبايد دجزايي اجرااتو  دقانون په تنظيم کې لازم دقت وشي  .

په دغو مراسمو کې داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د کميسيون رييس پوهاند ګل رحمن قاضي ،  له اداري فساد سره دمبارزي په ستراتيژي باندې دڅارنې  دعالي  اداري رييس  عزيزالله لو دين ،  دلوى څارنوالۍ مرستيال نورحبيب جلال  او په کابل کې دامريکا دسفارت استازي جنرال مادو  خبري وکړي .

دغه ورکشاپ درې ورځې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته