خبرونهټولنه

لوګر کې ۸۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د وري ۲۹مه، باختر 

د لوګر ولایت په مرکز پل علم، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې ۸۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په یاد ولایت کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو شل ژوې څاه ګانې کیندل شوي، چې د یو شمېر مسوولینو په شتون کې پرون ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده، یادې  پروژې د لوګر  مرکز پل علم، برکي برک او محمد آغې ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سره په تفاهم او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او همغږۍ پلې شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته