امنیت

په هيوادکې د امنيتي حالت د ښه والي په مقصد يوه غونډه جوړه شوه

کابل باختر د زمري دولسمه :
په هيوادکې د امنيتي حالت د ښه والي په مقصددکورنيوچارو وزارت د مشرتابه هيئت غونډه نن د ستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ په مشرۍ جوړه شوه .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دکورنيوچارو وزارت معينانو او يوشمېر لويو رييسانوبرخه لرله؛ په هيوادکې د امنيتي حالت دښه والي،  دپوليسو په ليکوکې  داصلاحاتو دبهير دګړندي کولو ، دجمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو د امنيت دتامينولو لپاره د تيارۍ،  دکورنيوچارو وزارت دلسو کاري لومړيتوبونو دتطبيق او دملي پوليسو د پرمختيا په مقصد دکورنيوچارو وزارت ارګانونو ته د نويو کاري استقامتونودتشخيص  په اړوند هراړخيزې خبرې وشوې .
  دکورنيو چارو وزارت سرپرست سترپاسوال غلام مجتبى پتنګ دملي پوليسو لس کلنې ستراتيژۍ او دکورنيو چارو وزارت  لسګونو لومړيتوبونو ته په اشارې  سره وويل: د ولايتونو، ولسواليو، کليو اوبانډو په کچه د امنيتي حالت ښه والي دکورنيوچارو وزارت په کاري لومړيتوب کې ځاى لري چې دهيواد د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولولپاره ښه امنيتي شرايط برابر شي .
د را روان  نيکمرغه کوچني اختر په ورځوکې امنيتي تدبيرونه، په هيوادکې د پوليسو په کړنو دنظارتي سيستم پياوړتيا دپوليسو دسردزيان دکمښت لپاره جدي تدبيرونه او د دندو په وړاندې دپوليسو  دقوماندانانو مسووليت مننه هغه نورې موضوعګانې وې چې دکورنيو چارو وزارت سرپرست ورباندې تينګار وکړ.
دکورنيو چاروسترپاسوال غلام مجتبى پتنګ دغه راز  دکورنيو چارو وزارت په ارګانونوکې د هر راز فساد پرخلاف مبارزې باندې دټينګار په ترڅ کې وويل چې نوې ټاکنې او بدلونونه دې بايد د وړتيا د اصل له مخې وشي او د فساد عاملين اوسرغړونکي دې بايد دقانون منګولو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته