کابل، د مرغومې ۲۰ مه، باختر
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلین وایي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو له امله ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.
د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي مطیع الله عابد وایي چې د اسلامي امارت بریا سره سم د مرکز په ګډون شپږو ولسوالیو کې ١١نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي او په مجموعي ډول د دغه مخابراتي سایټونو شمېر ۷۵ ته رسېږي.
هغه زیاته کړه چې د یادو سایټونو د چوپړتیاوو له کبله ۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړل شوي دي.