خبرونهښوونه او روزنه

لوګر کې د تېر یوه کال پرمهال د پوهنې بهیر سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

کابل، د کب ۸ مه، باختر

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د پوهنې مینه والو له خوا د روان ۱۴۰۲ کال په لړ کې د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.

د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب وایي، یادې مرستې په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر سودا ګرو، شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو له خوا د پوهنې بهیر د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه شوې دي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې ښوونځیو ته د ودانیو، احاطې دېوالونو او نورو اړینو ملحقاتو د جوړولو او ترمیمولو ، د اوبو څاه ګانو د کېندلو، د سولري برېښنا د فعالولو، زده کوونکو ته د وړیا ښوونیزو کورسونو د جوړولو، د ځمکې د ورکړې او نورو  برخو کې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته