کابل، د وري ۲۸ مه، باختر
د لوګر امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاده پېښه د محمد اغې ولسوالۍ اړوند پل قندهاري سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې یوماشوم وژل شوی او د پنځو ښځو په ګډون ۶ تنه نورټپیان شوي دي.
د یادونې وړده، چې په یاد ولایت کې تل د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.