اقتصاد

دترانسپورت وزارت معين دترکمنستان دترانسپورت له مسوولينوسره دعمل پروګرام په رامنځته کولو ټينګاروکړ .

کابل / دغبرګولې ٣٠مه /باختر :
دترانسپورت وزارت دپاليسي او تخنيکي معين حسني مبارک عزيزي دترکمنستان داوسپنې پټلۍ ، ترانسپورت ، او ګمرکونو  له مسوولينوسره دويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې ويديويي خبرو کې دواړو لورو دآقينه او تورغندي په بندرونو کې دعفوني ضد دروازو دجوړولو لپاره دګډ پروګرام دجوړولو ، ددغه پروګرام  دتحقق لپاره داړتيا وړ وخت داټکل دتخنيکي اوارتباطي هيئت  دمعلوماتو  دتبادلې او په نورو ضروري مواردو ټينګاروکړ.
دغه راز  دترکمنستان لورى   موافقه وکړه چې  دګډ عمل دپروګرام مسوده په ډير لنډ ممکن وخت کې  بشپړوي . او ددغې دروازې دجوړولو په خاطر به عملي ګامونه واخستل شي .
دترانسپورت وزارت معين ژمنه وکړه چې نږدې راتلونکې کې به دافغانستان تخنيکي هيئت معرفي شي .     ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته