خبرونهښوونه او روزنه

لوګر؛ د شاوخوا ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر ښوونځیو لپاره ځينې پروژې پلې کېږي

کابل، د غوايي لومړۍ نېټه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د محمد اغې ولسوالۍ ښوونځیو لپاره د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پلې کېږي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو پروژو چارې د یاد ریاست په هلو ځلو او د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونسیف) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې نږدې ۲ زره زده کوونکو ته د زده کړو منظمه زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا په يادو پروژو کې د احاطې دېوالونه، د ژورو څاه ګانو کيندل، په لمریزه برېښنا سمبال د څښاک اوبو شبکې، د عصري او ساده تشنابونه، کانکرېټي کثافت دانۍ او نورو اړینو ملحقاتو جوړول شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلوونکي کې به د ۱۲ نورو ښوونځیو لپاره هم د ودانیو او  ۷ نورو ښوونځیو ته د ورته پروژو عملي چارې هم پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته