خبرونهنړۍ

حوثي وسلوالو اسرایلو ته نوی خبرداری ورکړی

نړۍ، د لېندۍ ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د یمن حوثي وسلوالو، چې د نړۍ ځینې هېوادونه یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ډله بولي، اسرایلو ته خبرداری ورکړی، چې ټولې کېښتۍ به یې په نښه کړي.

 دغه خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی، چې تازه د فرانسې سمندري ځواک ویلي، په سور سمندرګي کې یې له یمن څخه ورغلې دوه ډرون الوتکې ویشتي او رانسکورې کړې یې دي.

د یادونې وړ ده، چې یمن اوس مهال حوثي ډله پراخ حضور لري او د دغه هېواد په مهمو ښارونو حکومت کوي.

دغې ډلې غزه کې د روانې جګړې پر مهال څو ځلې په سمندر او اسرایلو کې دننه ځینې مهم اهداف په نښه کړي او ویشتي دي.

غزه کې دننه د حماس او جهاد اسلامي ډلو ترڅنګ له دغې تړانګې بهر په لبنان کې د حزب الله او یمن کې د حوثي وسلوالې ډلې د اسرایلو پر وړاندې جنګېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته