خبرونهاقتصادټولنهTOP

له امارتو څخه بلخ هوایي ډګر ته بیا ځلې د کارګو الوتنې پیل شوې

کابل، د کب ۵ مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت تر بیاځلې واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره له اماراتو څخه بلخ هوایي ډګر ته د کارګو الوتنه د (فلای سکای) هوايي شرکت له لوري ترسره شوه، چې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي یې دغه ولایت ته رالېږدولي دي.

 جوړو شویو مراسمو کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس اسدالله اسدي، د مولاناجلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمئن، د بیات پاور شرکت مسؤلینو او کاري پرسونل شتون درلود.

د متحده عربي اماراتو څخه بلخ ولایت ته د پرواز وروسته د کارګو شرکت مسؤل وویل چې افغانستان او متحده عربي امارات غواړي د سوداګرۍ په برخه  کې پراخې اړیکې ولري؛ نو اړتیا ده، چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي.

ورته وخت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطئین خوښي وښودله او په خپلو خبرو کي وویل، له نوموړي شرکت سره یې په ګډه د دې پرازونو د ترتیب په برخه کې شپه او ورځ هڅې کړې دي.

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلینو خوښي ښودلې، چې د اسلامي امارت له هڅو وروسته د لومړي ځل لپاره د هوايي دهلېز پرانېستل شو او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شو، چې د دې سوداګریزو اړیکو سره سم به په نورو برخو کي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته