خبرونهفرهنګ

لغمان کې یو شمیر تاریخي اثار اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

کابل، د وري ۹ مه، باختر
لغمان کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه کشف شوي تاریخي آثار او مجسمې ترلاسه کړي چې د الینګار ولسوالۍ په کُلمان دره کې د ځینو خلکو لخوا د کیندنو پرمهال ترلاسه شوي وو.
دغه تاریخي آثارو کې یوه مجسمه، یو زمری او یوه چاینکه شامل دي، چې تاریخي مخینه یې زرګونه کلونه پخوانۍ ښودل شوې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس مولوي عبدالنور رسولي وویل چې په نوموړې سیمه کې کشف شوي تاریخي آثار یې ترلاسه کړل او تر دوهمې خبرتیا پورې یې خلک له کار کولو منع کړل.
هغه زیاته کړه: ((تاریخي آثارو ته په کتو دا ځای تاریخي ارزښت لري چې د وزارت د لارښوونې سره سم به یې له ځان سره ثبت کړي.))
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ځايي خلکو له لوري ګڼ شمېر تاریخي آثار د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته