امنیت

په روزګان کې ۲۴ تنه طالبان وژل شوي دي

ترینکوټ باختر د غويي د میاشتې ۳۱ مه
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولین وایې، د روزګان په خاص روزګان
او چورې ولسوالیو کې د ځمکنیو او هوایې بریدونو پر مهال ۲۴ تنه طالب وسله وال
وژل شوي او ۱۳ تنه نوريې ټپیان شوي دي.
د دغه قول اردو ویاند یحیی علوي د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې دغه
چاڼیز عملیات د نصرت په نامه د پیل شویو عملیاتو یوه برخه ده او د تیرو ۲۴
ساعتو په بهيرکې د خاص روزګان او چورې ولسوالیو په ځينو سیموکې
ترسره شوي دي.
دى وایي، په وژل شويو او ټپیانوکې طالب مشران هم شامل دي.
علوي وایي، د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو زیات شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خاص روزګان او چورې ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والوطالبانو  کلابندې کړې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته