کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
کومانډویانو تېره شپه په بغلان کې پر وسله والو طالبانو بريد وکړ چې په پایله کې د دغې ډلې ۱۰ غړي ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کومانډو ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
نظري زياته کړه چې په دغه بريد کې ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی دوه مړي په سيمه کې پاتي دي او جنګي وسايل او چاودېدونکي توکي یې ترلاسه شول.
ختم-شکريه-اکرم