خبرونهاقتصادټولنه

فراه کې سږ کال د څه باندې ۳۷ میلیونو ډالرو په لګښت پروژې پلې شوي

کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د فراه د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۷ میلیونه ۵۶۱ زره ۳۷۱ ډالرو په لګښت پروژې پلې شوې دي.
د یاد ولایت د اقتصاد رئيس مولوي جمال الدين جلالي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د روان ۱۴۰۲ کال کې له ياد رياست سره ۴۲ غير دولتي موسسې ثبت شوي، چې د يادو موسسو په مټ د ۳۷ میلیونه ۵۶۱ زره ۳۷۱ ډالرو په لګښت د روغتيا، پوهنې، کرنې, ښوونې، زیربنایي, پيښو، کډوالو، ټولګټو، شهيدانو او معلولينو په برخو کې ۸۲ پروژې پلې شوې دي.
جلالي همدارنګه زياته کړه، چې د يادو پروژو له لارې ټولټال ۱۸۴۸ نارينه، او ښځينه وو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې فراه يو له جګړه ځپلیو ولايتونو څخه دي خو مسوولین یې له غير دولتي موسسو څخه د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو او لرېو پرتو سيمو کې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته