اقتصاد

له افغانستان سره دتجارتي اړيکو دپراختيا لپاره داندونيزيا هڅې .

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
اندونيزيا  هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې تجارتي اړيکې پراخې کړي .  په کابل کې  داندونيزيا  سفير وايي چې په دغه هېواد کې يې دافغان پانګه والو لپاره دپانګونې فرصتونه برابر کړي دي .
دغه اندونيزيايي ديپلومات دننګرهار ولايت ته په سفر کې دغه راز په افغانستان کې دخپل هېواد دپانګه والو دليوالتيا  يادونه وکړه .
په کابل کې داندونزيا سفير عارف الرحمان دخپل هېواد ديوشمير پانګه والو په ملګرتيا دننګرهار ولايت ته سفر کړى دى  او له سيمه ئيزو مقاماتو او له افغان پانګه والو سره په کتنو کې  يې ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي  اړيکو  دپراختيا خبرې کړي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼۍ  باختراژانس ته وويل په دغو کتنو کې افغان پانګه والو داندونيزيا له سفير څخه وغوښتل چې داسانتياوو په برابرولو سره دې دافغانستان او اندونيزيا  ترمنځ دتجارتي راکړې  ورکړې دپراختيا لپاره لارې چارې برابرې کړي .
په اندونيزيا کې دافغانستان دمحصولاتو او توليداتو د پلورنې لپاره دمارکيټ جوړول او هم ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي مالونو د راکړې ورکړې په  بهير کې  اسانتيا داندونيزيا له سفير سره په خبرو کې دافغان پانګه والو يوه غوښتنه وه .
داندونيزيا  سفير له افغان پانګه والو سره په کتنه کې وويل چې هېواد يې ددواړو  هېوادونو ترمنځ دتجارتي  مالونو دراکړې ورکړې  د  پراختيا لپاره  ځينې اسانتياوې برابروي او دغه راز دافغان پانګه والو غوښتنې ته به پاملرنه وکړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته