خبرونهټولنهروغتیا

فراه کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د زېږنتون ودانۍ جوړه شوه

کابل، د کب ۱۶ مه، باختر

د فراه ولایت په ۲۰۰ بستريز ولایتي روغتون کې د ۱۶ميليونه افغانيو په لګښت د زېږنتون دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله شاکر باختر اطلاعاتي آژآنس ته ویلي چې دغه ودانۍ د (UNCHR) مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې. 

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې تر دې وړاندې د زېږون څانګې ناروغان د زياتې ګڼې ګوڼې او له يو شمير نورو ستونزو سره مخ وو، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یې ډېرې ستونزې هواري شي.

 

شاکر همدارنګه زياته کړه، چې ياده ودانۍ د عملياتو، بستر، د ماشوم ساتنې د خونو او نورو اسانتياوو ترڅنګ شل بستریزه هم ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته