خبرونهټولنهښوونه او روزنه

فراه کې د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۹ ښوونځیو ودانۍ بیا رغول شوي

کابل، د مب ۲۹مه، باختر
فراه ولایت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دې ولایت کې د ۳۱ میلیونه ۱۸۹ زره او ۲۱۶ افغانيو په لګښت د ۳۹ ښوونځيو ودانۍ بيارغول شوې دي.
د دغه ولایت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم باختر آژانس ته وویل چې په دې ولایت کې د پوهنې رياست د داخلي بودجې د ۸ ميليونه ۹۳۲ زره افغانيو په لګښت د ۱۷ ښوونځيو د بیا رغولو ترڅنګ، د يو ميليون ۴۶۶ً زره او ۲۱۶ افغانيو په لګښت د ياد رياست ودانۍ او د ساتونکو ځانګړې خونه او د ناستو تالار هم رغول شوی دی.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د تېر کال په بهير کې د فراه ښار په ګډون په يو شمير ولسواليو کې يونيسف د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت, د اتو ابرار مؤسسې د ۲۰ زره ډالرو په لګښت, د اتو او ودان مؤسسې د ۶۱۳ زره افغانيو په لګښت د شپږو ښوونځيو ودانۍ بيا رغول شوي او دغه راز د يونسيار مؤسسې په مالي ملاتړ د۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي دوه پوړيزه ودانۍ هم تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د هغه په خبره، په راتلونکي کې لرې پرتو سيمو ته د ځانګړې پاملرنې له مخې د ښوونځيو د نويو ودانيو د رغولو په برخه کې د پوهنې وزارت ته له شوي وړاندیز سره سم د ښوونځيو ۲۰ نورې نوې ودانۍ هم منظور شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته