ټولنه

په غزني کې د يوې سړې خونې د جوړولو کار پيل شو

کابل / د وري ٣١ مه / باختر
په غزني کي لومړى ځل د ١٥٠٠ ټنه ميو او سبو د ساتلو په موخه د يوې سترې سړې خونې د جوړولو کار پرون پيل شو.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست سرپرست عبدالولي کوچي باختر آژانس ته وويل: د دغې سړې خونې د جوړولو کار د ١٨٠ ميليونو افغانيو په لګښت د کرنې رياست ستراتيژيکي ګودامونو ته څېرمه په علي بابا دښته کې پيل شو.
هغه زياته کړه: دغه سړه خونه په لمريزې برېښنا سمبالېږي او په کې ډول ډول ميوې او سابه په معياري ډول ساتل کېږي.
مڼې، انګور، زردالو، بادرنګ، رومي بانجان او کچالو د غزني د بزګرانو او بڼوالو عمده محصولات دي او ټاکل شوې ده د دغې سړې خونې له جوړېدو وروسته دغه محصولات په دې سړه خونه کې بسته بندۍ او وساتل شي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته