خبرونهامنیتفرهنګTOP

فراهي: اختر کې د امنیتي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي

کابل، د وري ۲۱ مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي حیات الله مهاجر فراهي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یو پیغام کې ویلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې خلکو ته د هوایي ډزو اجازه نه ورکول کېږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

نوموړی چې د هرات په امنیتي کمیسیون کې هم مسولیت لري، وایي په دغه ولایت کې پولیسو ته سپارښتنه شوې، چې د موټرسیکلونو له تېزې ځغلونې څخه هم مخنیوی وکړي او پرې نږدي، چې ټینګه شوې امنیتي فضا ګدوډه شي.

نوموړي په دغه پیغام کې هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي هم ورکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته