ټولنه

دسمنګان مالدارانو مرستې ترلاسه کړې .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
دسمنګان دکرنې اواوبو لګولو رياست  اتيا مالدارو ښځو ته نن دمالدار ۍ وسايل وويشل .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس  محمد رحمان ارغنديوال باختراژانس ته وويل چې دغه ميرمنې  دمالدارۍ په برخو کې په کار بوختې دي او دخرم سارباغ ، حضرت سلطان او دبر دره صوف  په ولسواليو کې په هر  يوې  دمالدارۍ  نهه قلمه وسايل  وويشل شول .
خبرځاى زياته کړه چې، دغه ښځې دمالدارۍ په برخه کې زده کړې  کړي دي او ددغو وسايلو په ترلاسه کولو سره  کولاى شي چې لبنيات په ښه ډول توليد اودعوايدو دترلاسه کولو په خاطر يې  بازار ته وړاندې کړي .
دايبکوښار دژوندون دکلي اوسيدونکې قمرګل وايي چې له درېو کلونو راپديخوا دشېدو دوه غواګانې لري او هره ورځ له پنځلسو څخه تر شلو ليترو پورې  شېدې ترلاسه کوي او دهغه دپلورنې سره  دخپل ژوند لګښت تامينوي .
هغه دکرنې او اوبو لګولو له رياست څخه غوښتنه کوي چې له نورو مالدارو ښځو سره هم مرسته وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته