خبرونهټولنه

فاریاب کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۱۲ مه، باختر

د فاریاب ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یما پټرولیم شرکت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یما پټرولیم شرکټ رییس سید عبدالکریم آغا وویل، چې یاد ولایت  د اندخوی ښاروالۍ ریاست په همکارۍ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک په معیاري او استاندرد توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د اندخوی ولسوالۍ او آقینه بندر په لاره کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سخي زاده په نوم د یو بل چوک د رغولو چارې پیل او په ۴ میاشتو کې به  ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته