خبرونهورزش

غور کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت یو جمنازیوم جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د لېندۍ ۲۲ مه، باختر

غور کې د ښاروالۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۲ میلیونه  ۵ سوه زرو افغانیو په لګښت د یو ورزشي جمنازیوم د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د مسوولینو په خبره دغه جمنازیوم د غور مرکز فیروزکوه ښار په دویمه ناحیه کې د لس کلن قرارداد له مخې د یو سوداګر له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په ورته وخت کې د غور د بدني روزنې او سپورټ آمر مولوي حیات الله توحیدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه شان ځایونو جوړول کولای شي د ورزش په تېره بیا د فوټبال ورزش په وده کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته