ټولنه

درابطه عالم اسلامي سازمان له افغانانو څخه غواړي چې دخپل منځي اختلافونو دحل لپاره تاوتريخوالي لري کړي اوشريعت ته مخه وکړي

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢١ :

درابطه عالم اسلامي  سازمان په دې وروستيو وختو کې  دخپلي يوڅلويښتمې غونډې په ترڅ کې دافغانستان حالات څيړلي دي  اود افغانستان خلکو ته يي يولړ سپارښتنې کړي دي .

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :

 درابطه عالم اسلامي سازمان داسلامي نړۍ دمشهورو اوسترو نړيوالو سازمانونو څخه دي  چې داسلام دمبين دين ددعوت دپراختيا اوارشاداتو او دنړۍ په ټولو برخو کې دشخړو او ستونزو په حل  کولو کې له مسلمانانو  سره مرسته ، دروزنيزو ، فرهنګي  پروژو اجراکول  دتمدنونو دخبرو وده اوهڅول اوله تاوتريخوالي څخه دډډي کولو په برخو کې فعاليت کوي ددغه سازمان مقر دسعودي عربستان دمکي مکرمي  په ښارکې دي .

درابطه عالم اسلامي سازمان دموسسانو شورا په دې غونډه کې  له افغانانو څخه غوښتي دي  چې دخپل منځني اختلافونو په  حل کولو کې تاوتريخوالي لري کړي اوشريعت ته مخه وکړي  چې هرځاى  امنيت اوثبات وي او دښمن ته دفعاليت زمينه برابره نه شي .

دغه شورا داسلامي همکاريو له سازمان څخه غواړي چې ديووالۍ درامنځته کولو اودافغانانو دخپل منځي اختلافونو په حل کولو  کې زياتي هلې ځلې وکړي او دستونزو دحل دميکانيزم درامنځته کولو په خاطر هلې ځلې وکړي.

دغه راز درابطه عالم اسلامي   دموسسانو شورا په افغانستان کې دسولې په  اړوند په دې غونډۀ کې   داسلامي همکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو له وزيرانو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو په خاطر دحکمانو کميټه   جوړه  کړي چې دغه کميټه   اسلامي شريعت پربنسټ دخبرو له لارې دسولې دتامينولو اوملي ر وغي جوړي لپاره هڅي وکړي.

په همدي ډول دموسسانو غونډه دمرستي رسولو ټول مرکزونه وهڅول  چې زياتي بشردوستانه مرستي له ممکني لارې دافغانستان دکونډو ، يتيمانو اوبي ځايه شويو په واک کې ورکړي.

دموسسانو شورا دغه راز داسلامي همکاريو له سازمان څخه  غواړې چې هيواد ته دافغان  مهاجرينو دستنولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته