فرهنګTOP

طلوع افغان په ملي ويښتيا، پرمختګ، اصلاحاتو او مشروطیت په بنسټيز کولو کې مهم نقش لوبولی دى

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
طلوع افغان چې ۱۰۰ کاله وړاندې یې په قندهار کې خپلې خپرونې پیل کړې، په ملي ويښتيا، پرمختګ او اصلاحاتو او همدارنګه مشروطیت په بنسټيز کولو کې مهم نقش لوبولی دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق، په قندهار کې د يوې ځلاندې او تاريخي خپرونې په توګه د «طلوع افغان» ورځپاڼې د نشراتي فعالیت د پيل د سلمې کالیزې په مناسبت افغانانو په تېره بيا د قندهار خلکو ته مبارکي وويله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين نن د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې څرګنده کړه چې «طلوع افغان» خپرونه په ١٣٠٠ هجري لمريز کال کې مولوي صالح محمد هوتک تاسيس کړه.
هغه زياته کړه چې دغې خپرونې ۱۰۰ کاله وړاندې په قندهار کې په فعاليت پيل وکړ او په ملي ويښتيا، پرمختګ او اصلاحاتو، د مشروطیت په بنسټيز کولو، خلکو ته د پوهاوي په ورکولو او له بې سوادۍ سره په مبارزه کې یې ډېر اساسي نقش لوبولى دى.
شېوای شرق وويل: د وياړ ځاى دى چې هغه مهال په سيمه کې یو شمېر هېوادونه لا جوړ شوي نه وو؛ خو «طلوع افغان» د يوې رسمي جريدې په توګه په قندهار کې فعالیت کاوه. دا خپله ښيي چې افغانستان د خبريالۍ په رامنځته کولو او د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو کې الهام بخښونکی او ځلاند تاريخ لري او «طلوع افغان» زموږ یو تاریخی ویاړ دی.
شېوای شرق زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه يواځې د «طلوع افغان» کلکسيونونه ډيجيټل کوي، بلکې د «طلوع افغان» د ګڼو ټولګه باید راټوله او چاپ کړي او د هېواد په دننه او بهر کې په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د څېړنیز ژورنالیزم د مینه والو چوپړ ته یې وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين زياته کړه: د «طلوع افغان» له لارې د پښتو او دري د تېرتاريخ په اړه هم څېړنې ترسره کېدای شي او د هغو ادبیاتو په اړه معلومات ترلاسه کېدای شي چې په دغو ۱۰۰ کلونو کې په رسنیو کې کارول کېدل او همدارنګه د خبريالۍ، خبر او رپوټ د برابرولو او د پيغام ورکولو او اطلاع رسونې او دغه راز سياسي ادبياتو په اړه هم معلومات ترلاسه کېدای شي.
شېوای شرق څرګنده کړه: هيله لرم چې وکولاى شوو په نږدې راتلونکي کې د «طلوع افغان» د سلمې کالیزې جشن جوړ کړو او دغه کار د «طلوع افغان» د تېرو ۱۰۰ کلونو نشراتي فعالیت ته د بیا کتنې فرصت برابروي او د خبريالانو او ورځپاڼه ليکونکو نوي نسل ته الهام ورکوي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي هم د باختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې د «طلوع افغان» خپرونې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: «طلوع افغان» ورځپاڼه د روان کال د چنګاښ په ۱۵مه سل کلنه شوه او دغه ورځپاڼه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نه يواځې د هېواد د يوې مهمې ورځپاڼې په توګه مطرح ده؛ بلکې د یوستر تاريخي ارزښت په توګه هم مطرح ده.
هغه د افکارو په ويښولو او روښانه کولو کې د «طلوع افغان» نقش مهم وباله او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت په وړانديز او د دغه وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ به د دغې خپرونې د ۱۰۰ کالیزې په مناسبت علمي او څېړنيز سیمينار جوړ شي.
د دغه سیمينار په بهير کې به د «طلوع افغان» د ۱۰۰ کلونو فعاليتونو د بېلابېلو اړخونو، خبر رسونې، د فرهنګ او هنر او همدارنګه د شخصيتونو او استعدادونو د ودې او د افکارو په روښانه کولو کې د دغې خپرونې د نقش په اړه خبرې وشي.
د يادونې وړ ده چې «طلوع افغان» خپرونه په افغانستان کې لومړۍ پښتو خپرونه ده او اوس احسان الله سادات د دغې خپرونې مسوول مدير دى او طلوع افغان اوس په اوونۍ کې دوه ځلي په قندهار کې خپرېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته