خبرونهټولنهTOPروغتیا

افغاني سره میاشت د سوري زړه په رنځ اخته د لسګونو ماشومانو وړیا درملنه کوي 

کابل، د غوايي ۱۸مه، باختر

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۴۰ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، په تېرو ۲۱ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ۶۸ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته